صحیح شرعي تصوف
پوښتنه
ځینې خلک ګمان کوي چې د حق تصور وخت تیر شوی، او اوس مهال شرعی صحیح تصوف شتون نه لري، آیا دا سمه ده ؟
ځواب
نبی کریم ﷺ فرمايي: «تل به زما امت کې یوه ډله د الله ﷻ امر قایمه وي،که دوی څوک یوازي پري او که مخالفت یې کوی دوی ته ضرر نشي رسوی ترڅو چې د الله امر واقع کیږي...» [متفق عليه] او همدارنګه نبی کریم ﷺ فرمايي: «زما امت د باران په شان دی څوک نه پوهیږي چې اول کې یې خیر دی که آخر کې یې»[المعجم الأوسط] او له همدی کبله په امت کې تر قیامته خیر موجود دی، او اوسنې تصوف د اوږ زنزیر کړۍ ده،چې پیل له رسول الله ﷺ شوی، بیا صحابه کرام. ورپسي تابعین،او همداسی د جنید طائفي په سید ،حجة الإسلام الغزالي، او الباز الأشهب سيدي عبدالقادر الجيلاني را تیریږي، بیا له هغوی وروسته سید ابی الحسن الشاذلی، او شاګرد یې سید ابی العباس المرسي،او همداسي تر نن ورځې پوري او تر هغي چې دا دنیا او ما فیها وي،خو خطا او سرغړونې په هر بشري کوښښ کې یو طبیعی خبره، او دا ممکن ده نن پیښې شي لکه څنګه چې پخوا هم واقع شوي،خو لازم یې معالجه او سمون دي. نه دا چې ادعا وکوو چې نور د تصوف وخت تیری دی او یا داسی بل کوم شی.