د نامعلومي سرچینې درمل پلورل
پوښتنه
د نامعلومو او بی مجوزه درملو پلورل څه حکم لري؟
ځواب
د یو شمېر درمل پلورونکو له لوري د نا معلومو او قاچاقي درملو راكړه ورکړه چې د روغتیا وزارت له خوا د پلورلو اجازه نه لري، شرعا حرام كار دي. په شرعي نصوص كې ژوند ته ضرر رسول او په خطر کې يې اچول منع شوي دي او له خطرونو څخه یې د ساتنې امر کړی، الله تعالى فرمايي.﴿وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ﴾ [البقرة: 195]، ژباړه: «او په خپلو لاسونو خپل ځانونه په هلاكت کې مه غورځوئ.» علامه ابن عاشور په "التحرير والتنوير" (2/ 215) كې وايي:«د (تُلْقُوا) فعل د نهی په سیاق واقع کیدل په خپل لاس په هلاکت کې د غورزلو د عموم والی مطب لري: یعنی: هر هغه څه چې په عمدي توګه د هلاکت سبب کیږي، له هغې څخه منع شوې او حرام دي، تر هغې چې د دې تحریم د لري کیدو لپاره کوم سبب موجود وي» اهـ
او همدارنګه په دې کار کې د ولی الامر نافرماني هم ده چې الله جل جلاله یې د اطاعت امر کړی.
: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ﴾ [النساء: 59]؛ ژباړه: «اې مؤمنانو! د الله، رسول او هغو كسانو اطاعت وکړئ چي ستاسي څخه د امر خاوندان (چارواکي)وي،».
او د مصر قانون د بې مجوز درملو راکړه ورکړه د درملتونو او د درملو په پلور کې د نورو منځګړو له لوري منع او جرم بللی؛ لکه څنګه چې د 1955 کال په (127) شمیرې د فارمسي مسلک د قانون په (28) ماده کې راغلي.