د مالي جریمې حکم څه دی؟
پوښتنه
د مالي تعویضي جریمو حکم څه دی؟
ځواب
هغه جزاګانی - یا جریمې - چې د قضایي ارګانونه له خوا ټاکل شوی او په ځنډونکي پوروړي باندې پور ورکونکي ته د جبران په توګه حکم پرې شوی وي سود نه دی. بلکه، دا د خلکو د اموالو د ساتلو له جملې ګڼل کیږي. تر څو لالچیان، خیانت کوونکي، فریبکاران او درواغجن یې په دروغو ونه خوري، په صحیح حدیث کې راغلي نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی:«چا چې له خلکو اموال واخستل او او د ادا کولو اراده یې درلوده نو الله جل جلاله به یې ورڅخه ادا کړی ، او چا چې واخستل او غوښتل یې چې تلف یې کړې نو الله جل جلاله به یې تلف کړي»، او امام بخارې له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د مالداره شخص له لوري ځنډونه(د قرض ادا کولو ځنډ) هغه ته جزا ورکول او بې عزت یې روا کوي» یعنی: د یو شتمن کس له لوري نورو ته د هغوی د حقوقو په اداکولو کې ځنډ کول دا یو ډول ظلم دی چې حاکم ته یې زنداني کول، تادیب او مجازات کول روا کوي.