لمونځ ځنډول
پوښتنه
په جماعت د اداء کولو لپاره له لمړي وخت څخه د لمونځ ځنډول څه حکم لري؟
ځواب
د لمانځه په وخت په پیل کې له یوازې لمونځ کولو څخه جماعت یا د خلکو راټولیدو ته انتظار کول غوره دي. امام بخاري او امام مسلم په خپلو «صحیحینو» کې له محمد بن عمرو بن الحسن بن علي بن أبي طالب رضي الله عنهم روایت کړی دی چې فرمایي: مونږ له جابر بن عبد الله رضی الله عنهما څخه د نبی کریمﷺ د لمانځه په اړه وپوښتل نو هغه وویل: كَانَ يُصَلِّي الظُّهْرَ بِالهَاجِرَةِ، وَالعَصْرَ وَالشَّمْسُ حَيَّةٌ، وَالمَغْرِبَ إِذَا وَجَبَتْ، وَالعِشَاءَ إِذَا كَثُرَ النَّاسُ عَجَّلَ، وَإِذَا قَلُّوا أَخَّرَ، وَالصُّبْحَ بِغَلَسٍ". ژباړه:«نبی کریمﷺ به د ظهر لمونځ له زوال وروسته او عصر لمونځ چې لمر ښه روښانه وه، او د مغرب لمونځ سم دستی د لمر له لویدو سره، او د عشاء لمونځ که خلک زیات وه ژر کاوه، او که کم وه ځنډاوه او د فجر لمونځ چې کله د شپی تیاره د سهار رڼا سره یوځای شوي وی ادا کاوه ».
حافظ قسطلانی په "إرشاد الساري"(1/ 502) کې وایي: (په دې که اشاره دې ته ده چې د جماعت لپار لمونځ ځنډول دي له دې غوره دي چې په لمړي وخت په یوازې ادا شي، بلکي له دې هم خاص څه دي پکې؛ هغه دا چې لمونځ ځنډول د هغه چا د انتظار لپاره چې جماعت پري زیاتیږي غوره ده)اهـ
سربیره په دي: په جوماتونو کې هرڅوک باید د ځانګړو چارواکو لخوا د اذان او اقامت تر منځ د ټاکل شوي وخت او د مناسکو د ترسره کولو طرزالعملونو ته غاړه کیږدي. ترڅو د عباداتونو حرمت وساتل شي او د ځانځاني او اختلاف مخه ونیول شي.