د میړه او ښځې ترمنځ د ښو اړیکو ساتلو په اړه مشوره
پوښتنه
څنګه د ښځې او میړه ترمنځ اړیکې ښې وساتو؟
ځواب
د ښځي او خاوند ترمنځ ژوند د حقوقو له غوښتنې څخه زیات د مینې او خواخوږي او د یو بل احساساتو ته د درناوي پر بنسټ جوړ دی؛
په واقعیت پوهه او هغه عالي اخلاق چې زمونږ آقا رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته ښوولي دي د دې غوښته کوي ښځه باید له الله تعالی څخه د میړه په حق وویریږي، او دا چې پوهه شي چې د هغه سره یې ښه سلوک او د هغه سره د ژوند په مشکلاتو د هغې صبر د جنت د ننوتلو له دروازو څخه یو دروازه ده. او په میړه همدارنګه لازم دي چې د خپلې میرمنې د هڅو او د هغه خدمتونه چې د کور او ماشومانو لپاره یې ټوله ورځ ترسره کوي په پام کې ونیسي او په هغې باندې مهرباني وکړي او د هغې له زغم څخه ډیر مسئولیت ورنه کړي. نو د داسې صادقانه متقابلو احساساتو په وسيله میړه او ښځه کولای شي خپل مسئولیت ادا کړي او هغه څه وکړي چې خدای تعالی له دوی څخه غوښتي. دا مناسبه نه ده چې هغه څه چې د قضا په وړاندې د محاکمې په حال کې کیږي عادي ژوند ته راوړل شي. الله تعالی په خپل حکیم کتاب کې فرمایلي: ﴿يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا﴾ [البقرة: 269]. ژباړه:« چا ته يې چي خوښه شي حكمت وركوي، او چا ته چي حكمت وركړ شي، هغه ته په حقيقت كې هغه ته ډېر لوى خیر وركړى شو،»
نو د میړه او ښځې ترمنځ د ژوند په اړه شرعي احکام په داسې ډول اخیستل او کارول نه دې پکار چې هر یو ښځه او میړه د هغه شرعي نصوصو په لټه کې وي چې د هغه د حقونو او وظیفو حدود روښانه کړي او یا هغه تل سم ښه یي او بل اړخ غلط؛ تر څو له شرعي احکامو څخه د چنې وهولو او پر بل لوري د فشار واردولو د وسيلې په توګه کار واخلي، چې بل لوری خپلو غوښتنو ته اړه باسي، پرته له دې چې له خپل لوري کوم مسئولیتونه چې ورباندي دي ترسره کړي.