د خپل ځان اولاد او مال په ضد دعا
پوښتنه
د خپل ځان اولاد او مال په ضد دعا(بد دعا) کول څه حکم لري؟
ځواب
رسول الله صلى الله عليه وسلم انسان خپل ځان، اولاد، مال او خپل خادمانو ته له بد دعا کولو څخه منع کوي. له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وفرمايل: «لَا تَدْعُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ، وَلَا تَدْعُوا عَلَى أَوْلَادِكُمْ، وَلَا تَدْعُوا عَلَى خَدَمِكُمْ، وَلَا تَدْعُوا عَلَى أَمْوَالِكُمْ؛ لَا تُوَافِقُوا مِنَ اللهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى سَاعَةَ نَيْلٍ فِيهَا عَطَاءٌ فَيَسْتَجِيبَ لَكُمْ» رواه مسلم. ژباړه:«د خپل ځان په خلاف د خپل اولادو خلاف او د خپل اموالو خلاف دعا مکوئ، داسې نه چې ستاسو بد دعا د الله جل جلاله له لوری د دعا د اجابت له وخت سره برابره شي او دعا مو قبوله شي» امام مسلم روایت کړی.