په جنازه کې د لمونځ کوونکو د شمېر زیاتوالي د فضیلت بیان
پوښتنه
آيا د مړي جنازه کې د زيات شمېر لمونځ کوونکو ګډون فضيلت لري؟
ځواب
د مړي په جنازه کي د ډیرو د خلکو ګډون د مړي لپاره شفاعت او بخښنه دی او د لمونځ کونکي لپاره اجر د ترلاسه کولو سبب ګرځي. له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت چې وايي: " هيڅ یو شخص نه مري په داسی حال چې په جنازه کې یې څلویښت کسه چې په الله شرک نکوي ګډون وکړي مګر دا چې الله به د هغوی شفاعت د هغه په اړه قبول کړي" امام مسلم روایت کړی.
ام المؤمنین عائشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل" یو مسلمان چې کله مړ شي او د مسلمان یو ډله چې شمیر یې سلو ته نه رسېږي لمونځ پرې وکړي او له الله څخه ورته بښنه غواړي، د دوی شفاعت به یې په حق قبل شي" امام احمد روایت کړی