د آل البیت مینه او د هغوی د فضیلت بیان
پوښتنه
شريعت آل البیت سره محبت ته څنګه ترغیب کوي او فضيلت يې څه دی؟
ځواب
سپیڅلی شریعت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کورنۍ سره د محبت کولو حکم كوي، الله تعالی فرمايي: ﴿قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى﴾ [الشورى: 23]، ژباړه:"[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "زه پر دغه كار باندي ستاسي څخه د څه اجورې غوښتونكى نه يم. البته د خپلولۍ مينه هرومرو غواړم." له ابن عباس رضي الله عنهما څخه صحيح روايت شوى دى چې د دې آيت په تفسير كې چې امام بخاري په خپل "صحيح" كې روايت كړى دى فرمايي: ټولو قریشو سره یې خپلوي وه، بیایې وویلې:آن تردې چې د ما او تا ترمنځ خپلوي ته رارسېږي" او دا د نبي صلی الله علیه وسلم په قرابت باندی وصیت دي چې الله جل جلاله ورته امر کړي ترڅو نور ترې خبر کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته له آل البیت سره په محبت او د هغوی په پیروی امر کړی، او خپلو ډیرو احادیثو شریفو کې یې د هغو په اړه مونږ ته سپارښتنه کړې.
چې له هغو څخه یو حديث دا دي چې له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له خدای جل جلاله سره د هغه د نعمتونو لپاره چې درکړي مينه وكړئ ، او ما سره د خدای د محبت لپاره مینه درکړي، او د ما آل البیت سره زما د مینې لپاره مینه وکړئ."امام ترمذی روایت کړی.