د ښځو کار کول او په میراث یې اغیز
پوښتنه
د ښځو کار کول او په میراث یې اغیز
ځواب
په هیڅ صورت کې جواز نه لرې چې د کار لپاره د ښځې وتل او له خپل میړه یا پلار سره د نفقې په برخه کې د هغې د ونډه اخیستلو په وجه د هغې د وضعیت تغیر د دې اجباري نصوصو د باطلیدو سبب وګرځي او نه هم په میراث کې د هغې د برخې د تعدیل د غوښتنې دلیل کیدای شي .
همدارنګه په میراث کې حق العباد(د بنده د حق) ته په اعتبار ورکولو سره د میراث مالک ته واک ورکول لازم دي، او هغه په خپله برخه کې د تصرف کولو آزادي لري، که هغه په قبض کولو وي یا پریښودل، او په زور سره پریښودلو ته باید اړ نه شي.