د زړو سرو زرو تبادله په نوو سرو زرو
پوښتنه
آیا د زړو سرو زرو تبادله په نوو سرو زرو جواز لري؟
ځواب
شرعا کومه مانع نشته که زاړه سره زر په نويو سرږ زرو او یا آماده شويو سرو زرو په داسی حال کې تبادله چې یوازی د فرق پیسې ورکړل شي پرته له دې چې لمومړی د زړو سرو قیمت واخستل او بیا روسته د نویو قیمت ورکړی شي، ځکه چې د سرو زرو څخه د پیسووالي یا نقد والي علت لرې شوي دی او په هغه کې د صنعت او جوړ شوی څیز معنی پکې حاصله شوي چې سره زړ یې د هر هغه جنس په څیر ګرځولی چې په هغه کې په توپیر(تفاضل) او په ځنډ(آجل) توګه پلورل حرام ندي.