د جنازې د لمانځه جماعت
پوښتنه
آیا د جنازې د لمانځه لپاره د جماعت لمونځ شرط دی؟
ځواب
په جنازې د درې کسانو، یا د هغوی څخه د زیاتو یا لږو لمونځ کول شرعا صحیح کیږي. ځکه چې د جنازې د لمانځه د صحت لپاره جماعت شرط نه دی. بلکي د يو شخص په لمانځه هم صحت حاصليږي او په جماعت سره کول یې سنت یا مستحب دی. دا د جمهور فقهاوو د فقهې مذهبونو خاوندان وینا ده.