د والدینو د قبر زیات کول
پوښتنه
هر جمعه د والدینو د قبرونو زیارت کول او قرآن ورته تلاوت کول څه حکم لري؟
ځواب
د والدینو سره نیکي او د هغوی درناوی د تل لپاره مطلوب او اړین دی، او یو حالت او یا یو زمان پورې محدود نه دی، بلکه په ژوندونې او له مړینې وروسته هم له دوی سره نیکي لازمه ده.
د مور او پلار د وفات څخه وروسته د نیکي کولو له ډولونه څخه یو د دوی د قبرونو زیارت کول دي؛ ځکه چې د نبي کریم د دا قول عام چې «ما تاسو د قبرونو له زیات څخه منع کړی وي، نو تاسو یې زیات وکړي، ځکه چې د قبرونو په زیارت کې عبرت دی » امام ابو داود روایت کړی، او د مور او پلار د قبر په اړه په ځانکړې توګه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:« څوک چې هره جمعه د خپل والدینو او د هغوی څخه د یوه د قبر زیارت وکړي، او د دواړو یا یوه سره یې د یس تلاوت وکړ، د هر آیت یا د هر حرف په اندازه به ورته بښنه وشي».
او همدارنګه د هغو لپاره د قرآن تلاوت کول او په دې اړه احادیث صیحیح واضح دي.