د والدینو نافرماني

Egypt's Dar Al-Ifta

د والدینو نافرماني

پوښتنه

د والدینو د نافرمانۍ جزا څه ده؟

ځواب

 خدای تعالی د مور او پلار له نافرمانۍ څخه منع کړې او د هغې عواقب یې سخت او ناوړه ګرځولي دي، چې په دنیا او آخرت کې جزا لري؛ ځکه انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې، نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «بابانِ مُعجَّلانِ عُقوبتُهما في الدنيا: البَغْيُ، والعقُوقُ» ژباړه:"دوه بابه دي چې جزا یې ژر په دنیا کې ورکول کېږي: بغاوت او د والدینو نافرماني" حاکم روایت کړی.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور او پلار نافرماني د جنت د ننوتلو خنډ ګرځولی. له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:"درې طبقې خلک دي، چې الله تعالی به ورته د قیامت په ورځه نظر نکوي: د والدینو عاق، کومه ښځه چې ځان د نارینه پشان کوي او دیوث، او درې طبقی خلک به جنت ته نه داخلیږي: د والدینو نافرمان، د شرابو روږدی،هغه څوک چې یو څه چاته ورکړي بیا پرې منت کوي" امام النسائی روایه کړی.

Share this:

Related Fatwas