پوښتنه
د علاج په موخه د نشې دواګانو کارول څه حکم لري؟
ځواب
شرعا نشې دواګاني د تداوی او علاج په موخه جواز نه لري مګر په داسې صورت کې چې دا نشی مواد د معتمد او موثق طبی نظارت په نتیجه کې د علاج لپاره ځانګړې شوې وي، او ناروغ ته لازمه ده چې د طبیب لخوا د ټاکل شوې اندازې څخه زیات ونه کاروي.