د بانکونو ګټې

Egypt's Dar Al-Ifta

د بانکونو ګټې

پوښتنه

د بانكونو له عاید څخه د ګټي اخستلو  د جواز دلايل څه دي؟

ځواب

د مصر دار الإفتاء له لسیزو راهیسې په دي فتوا ده چې د بانکونو له فایدو څخه ګټه اخیستل روا دي. په دې اعتبار چې دا  تمویلې ګټې دي، چې د داسې عقدونو په پایله کې ترلاسه کیږي، چې د عقد د دواړو خواوو ګټې پکې خوندي شوي دي؛

او اسباب یې دا دي:

لومړی: قاعده ده وايي: د نويو عقدونو منځته راوړل روا دي په هغه صورت کې چې کوم غرر(فریب) او ضرر پکې نه وي،  او بانکي عقدونو له دې ډول څخه دي.

دوهم: په دې مسلې په ډاګه شوې چې د دولتونو عامه ګټې او د افرادو خاصه ګټې د بانکونو سره په معامله او د هغو له فعالیتونو څخه په استفاده کې دي؛ ځکه چې دا هغه اقتصادي چتر دی چې مالي بازار او د مالی تورم(انفلاسیون) کنټرولوي او د ټولو صنعتي ، سوداګریزو او نورو فعالیتونو په تمویل کولو سره د ودې کچه لوړ وي او  ګړندی کوي.

دریم او وروستی: د مصر  د 88 نمبر د 2003 زیږدیز کال د بانکدارۍ قانون او د نوموړي قانون د اجرایوي لایحه چې په 2004 زیږدیز کال کې صادر شوي، دا په ګوته کوي چې د بانک او پیرودونکي ترمنځ اړیکه د پانګونې او تمویل ده، نه د پور.

Share this:

Related Fatwas