په بانکونو کې پیسې کيښودل
پوښتنه
په بانکونو کې د پیسو کیښودل څه حکم لري؟
ځواب
په بانکونو کې د پيسو کيښودل او له هغې څخه ګټه اخيستل شرعا روا دي او په دې كار کې ګناه نشته، او هيڅ ډول سود هم پكې موجود نه دى، بلکې دا يو له هغو نويو منځته راغلو عقدونو څخه دى چې د اسلامي فقه په معاملاتو کې د شريعت له مقاصدو سره سمون لري، او خلک ورته ډېره اړتيا لري، او مصلحتونه يې پورې تړلي دي، او كومه ګټه چې بانک مشتري ته ورکوي، هغه د بانک له لوري د ایښودل شویو اموالو د پانګونې او ودې د ثمرې ترلاسه كول دي، نو له همدې امله دا ګټې حرامې ندي؛ ځکه چې دا د پور ګټې نه دي او نه هم د تبرع د عقودونو څخه ترلاسه شوي ګټې دي، بلکه دا عبارت له هغو تمویلي ګټو څخه دي چې د داسې عقدونو په پایله کې ترلاسه كيږي او د دواړو خواوو مصلحت پوره کوي.