د ژویو او الوتونکو د ذبح شرعی ضوابط...

Egypt's Dar Al-Ifta

د ژویو او الوتونکو د ذبح شرعی ضوابط

پوښتنه

آیا د ژویو او الوتونکو  ذبح کول شرعی ضوابط لري؟

ځواب

د شرعی ذبح معنا دا ده چې: د یو داسې حیوان یا مرغه چې غوښه خوړل یې حلال وی د ستوني په پرې کولو سره، ژوند ختم کړای شي، چې هغه د تنفسي مجرا. او د مرۍ چې له حلق څخه د خوراک او څښاک مجرا ده پرېکول دي، او تر ټولو غوره او پوره ذبح دا ده چې د دوی سره ودجين هم پرې شي چې د ستوني شاوخوا دوه رګونه دي، او دا په «ذکاة» یا پاکۍ نومول شوې دي؛ ځکه شرعي اباحت ذبحه پاک وي.

او شرط یې دا دی چې ذبح کوونکی عاقل وي، نارینه وي که ښځينه،او دا چې مسلمان یا كتايي وي ، او دا چې د ذبحې آله د همدې مقصد لپاره ځانګړې او تیره وي، لکه چاقو یا ورته شی. تر څو هغه حیوان یا مرغۍ چې پرې کول یې غواړي ژر پرې شي او د ذبحې پر مهال د خدای نوم یادول سنت دي. چې ذبح کوونکي ووايي: (بسم الله، الله أكبر) یا دې ته ورته بل څه.

Share this:

Related Fatwas