نفل لمونځونه په جماعت سره اداء کول

Egypt's Dar Al-Ifta

نفل لمونځونه په جماعت سره اداء کول

پوښتنه

نفل لمونځونه په جماعت سره اداء کول څه حکم لري؟

ځواب

جمهور فقهاء د اختر، کسوف، استسقاء، او تراویح د لمانځونو په جماعت د کولو په سنت والي اتفاق لري. او له دې پرته د نورو نفلو لمنځونو په اړه سره اختلاف لري؛ حنفی او مالکي فقهاء وایې چې په نفلو کې اصل په تنهایي او  په پټه کول دي، او داچې نفل په جماعت کول او په داسې ډول چې اذان ورته وشي او د لمونځ کوونکې عدد زیات وي مکروه ده، او  مالکیان اضافه  کوی چې د نفل لمونځ لپاره په یو ځای کې راغونډيل که عدد یې کم هم وي مکروه ده، او شافعی او حنبلی فقهاء وایې چې نفل لمونځ په جماعت کول پرته له کراهیت جواز لري.

نو په دې اساس د فقهاوو ترمنځ د اتفاق اندازه داده چې په جماعت سره د نفل لمانځ ادا کول صحيح دي. او خلاصه داده چې په کراهیت کې اختلاف دی او په دې عمل دې آسانی ده، که یو شخص په جماعت سره د نفل لمونځ کې خپل زړه مومی نو کوي شي په دې حرج نشته.

Share this:

Related Fatwas