ځینې شپې په عبادت سره ژوندي کول
پوښتنه
آيا د ځينو شپو په عبادتونه ژوندی ساتل روا دي؟
ځواب
خدای تعالی ځینی شپی او ورځی په لا ډیر فضلیت او برکت اطاعت ته د خلکو د هڅونې، او هغو ته د رحمت او ثواب د رسولو په خاطر ځانګړې کړي دي، او د دې شپو لمانځل په عبادتونو او نیکو کارونو مستحب دي. او له دې شپو څخه: د ليلة القدر شپه، د کوچنې اختر شپه، د لوی اختر شپه، ذی الحجه لسم شپه، د روژې میاشتې آخرې لس شپې، د شعبان دنیمایې شپه، دعرفې شپه، د جمعې شپه، او د رجب میاشي لومړۍ شپه.