په ناروغانو مسخره کول

Egypt's Dar Al-Ifta

په ناروغانو مسخره کول

پوښتنه

شريعت په ناروغانو د تمسخر او ملنډو وهلو په اړه څنګه خبردارى ورکړی دی؟

ځواب

په رواني اختلال او ستونزو لرونکو خلکو باندې ملنډې او مسخره کول د شریعت له نظره غندل شوی عمل او قانونا جرم دی. دا ځکه چې په دې کار زیان او ضرر لري، سربیره پردې ټولنیز امنیت ته د دې عمل خطر له کبله جرم بلل شوی. او اسلامي شريعت د دې لپاره راغلی چې خلک ښو اخلاقو ته تشویق او له بدو الفاظو او اعمالو څخه د ځان ساتلو ته وهڅوي.

د مصر دار الافتاء د ټولنې په ټولو برخو غږ کوي چې د دې پدیدې د حل او مخنیوي لپاره کار وکړي او د تعلیمي،  دعوتګر او رسنیزو بنسټونو ته د دې عمل د جديت په بیانولو او په اړه یې د پوهاوي په لوړولو کې خپل رول ادا کړي. په ټولنه کې د بښنې او د نورو حقونه د پاملرنې فرهنګ رامینځته کړي.

Share this:

Related Fatwas