د نذر پوره کول
پوښتنه
یوې ښځې نذر وکړ چې په ټول عمر کې د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو روژه نیسي، خو میړه یې د سختې ستړیا له امله منعه کړې، نو آیا دا نذر پوره کول په هغه باندي واجب ده؟
ځواب
که د نذر د پوره کولو توان ونلري، نو باید د قسم کفاره وکړي، کله چې مېړه يې مېرمنې د ډېر ستړیا له امله، هغي ته د روژې د پرېښودو سپارښتنه کوي، نو ښځه باید د مېړه اطاعت وکړي، روژه دي نه نيسئ او د قسم ماتولو کفاره دي ورکړي، ځکه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ نَذَرَ نَذْرًا لَمْ يُسَمِّهِ فَكَفَّارَتُهُ كَفَّارَةُ يَمِينٍ، وَمَنْ نَذَرَ نَذْرًا لَا يُطِيقُهُ فَكَفَّارَتُهُ كَفَّارَةُ يَمِينٍ» (السنن الكبرى للبيهقي).
ژباړه: "چا چې یو نذر وکړي، او هغه یې معین کړی نه وه، نو د هغه کفاره د قسم کفاره ده، او که څوک داسې نذر وکړي چې توان یې نه لري، نو د هغه کفاره د قسم کفاره ده".