د داسې ماشوم سرپرستي په غاړه اخیستل چې نسب یې مجهول وي
پوښتنه
د داسې ماشوم سرپرستي په غاړه اخیستل چې نسب یې مجهول وي
ځواب
که یوه کورنۍ د داسې ماشوم چې مور او پلار یې معلوم وي خو یتیم او سرپرست نه لري او یا داسې ماشوم چې مور او پلار یې نامعلوم وي سرپرستي په غاړه واخلي؛ تر څو د دوی کورنۍ د غړو په منځ کې لوی شي، او د دوی د سرپرستۍ او مالي ملاتړ څخه د یو غړي په توګه برخمن ښې، ترڅو د کورنۍ هغه فضا چې دی ورڅخه محروم شوی جبران شي، نو دا یو لوی خیریه عمل دی چې موخه یې د هغو ماشومانو لپاره چې خپلې کورنۍ یې له لاسه ورکړي دي د ښه چاپیریال چمتو کول دي؛ ترڅو دوی زیان ضایع کیدو څخه وژغورل شي، او داسې افراد ترې جوړ شي چې صالح او خپلې ټولنې ته ګټور وي.