د ولاء او براء او یا دوستي او دښمنۍ مفهوم
پوښتنه
د ولاء او براء او یا دوستي او دښمنۍ مفهوم څه دی، او تروریستي ډلې له دې مفهوم څخه د ترهګرۍ په خپراوي کې څنګه ګټه پورته کړ؟
ځواب
د پخوانیو امامانو کتابونو ته په کتو سره د ولاء او براء اصطلاحاتو هيڅ اثر نه لیدل کيږي بلکه دا نوي پیدا کړل شوې اصطلاحګانې دي چې مفهوم يې د الله لپاره په مینې او دښمنئ را څرخي، دوی ګمان کوي چې د قرآن او سنتو څخه د دې لپاره دلیل لري لکه د اللهﷻ دا قول: ﴿تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ﴾ [المائدة: 80]،ژباړه: "نن، ته له هغوى څخه زياتره داسي خلك وينې چي د مؤمنانو په مقابله کښي د كفارو ملاتړ او ملګرتيا كوي. په يقيني توګه ډېر بد عاقبت دى چي خپلو نفسونو يې ورته تيار کړيدى؛ دا چي الله پرهغوى په غضب شويدى او هغوى په همېشني عذاب کښي اوسېدونكي دي"، «التولي» د مینې او نږدېوالي معنی لري، برخلاف د «التبری» د کلمې چې هغه د کرکه او دښمني په معنا راځي، افراطیانو بیا د دې اصطلاحاتو کارولو کې خورا توسع کړې تر دي چې دا یې د عقیدې اساس،او« لا إله إلا الله» د معنی برخه ګرځولي، او د ولاء او براء په نامه عقیده يي ایجاد کړې، او دا د ایمان شرط دی، او وایي چې د دې عقیدې په پلي کولو کې پاتې راتلل انسان کفر ته رسوي، دا د اللهﷻ د دې قول په دلیل:﴿وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ﴾ [المائدة: 51]، ژباړه: "او كه ستاسي څخه څوك هغوى خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هماغو کي شمېرل کیږي"، نو د دوی په نزد د که مثلا: د یو غیر مسلمانه یا مسلمانه عامه شخصیت سره مینه کول،چې د دوی له فکر سره موافق نه وي په خدای تعالی کفر دی!