د داعش ډلې د مشر د واکونو بی اساس والی
پوښتنه
هغه کوم اسباب دې چې د داعش ډلي د مشر واکونه بې اساسه کوي؟
ځواب
د اسلام تر نامه لاندی د داعش ورانکارې ډلې د مشر هیڅ واک عملي کول روا ندي بلکه اصلا د هغه د امام والی منل روا نه دی.
دا ځکه په دي کې پرته له شکه کوم څه چې په جهالت بنا وي له سره یې جوړل روا نه دي او له لمړي سره بی اساسه او باطل دی. په تیره بیا چې دا د یوې ډلې مشر وي چې د اسلامي خلافت د اقامی دعوا ولري، په داسی حال کې چې د هغه حال او هویت مجهول وي چې په اساس یې وټاکل شي؛ داسي چا ته د خلیفه لقب کارول په هیڅ حال روا نه دي هغه د یوې پټې ورانکارې ترهګرې ډلې مشر دی چې له اسلام سره له لیرې او له نزدې هیڅ تړاو نه لري بلکه اسلام ورڅخه بیزار دی.
د اسلامی خلافت بنا ځانګري شرطونه لري چې هغه باید پوره شي ترڅو مشروعیت او الزام پیداکړی، او تر ټول مهم شرط یې دا دې چې چا ته د خلافت استازیتوب چې هغه د الله او خلکو په وړاندی مسئول والی دی سپارل کیږی باید د هغه په اړه کامل معرفت موجود وي.
فقهاء داهم شرط ګڼي چې خلیفه باید په خپل سیرت کي د عدالت خاوند وي او د احکامو او نویو پیښو په معرفت کې د اجتهاد مرتبی ته رسیدلی وي.