د مرض له کبله د حیض د مودی نا منظم والی
پوښتنه
کومه ناروغه ښځه چې د کیمیاوي درملو په واسطه درملنه کوي او له امله یې د هغې د حیض ورځي نامنظمي شوي وي، هغه څنګه د حیض عادت حساب کړي؟
ځواب
که ښځه د حیض وروسته د پاکۍ د لس ورځو له تیریدو مخکي وینه وویني: نو دا وینه استحاضه(د مرض وینه)،خو که د لس یا زیاتو ورځو له تیردو وروسته یې وویني: نو دا وینه د حیض ده که دری ورځې او شپې او یا زیاته وه خو چې له لس ورځو زیاته نشي او په داسي حال چې ښځه ځانګړی عادت هم ونه لري، خو که له درې ورځې او شپي کمه شوه: نو استحاضه ده، خو که له لسو ورځو زیاته شوه؛ نو که ښځې د لسو ورځو څخه کم معروف عادت درلوده: نو عادت ته يې ورګرځول کیږي، او حیض یې د عادت په اندازه دي، او له لسو څخه زیاته: هغه استحاضه ده، نو په دې صورت کې په هغي لازمه ده چې د عادت څخه د زیاتې مودي قضا شوي لمونځونه قضایی وکړي.
او که چیري هغې معروف عادت نه درلود: نو د حیض اکثر ورځو ته ورګرځول کیږي چې هغه لس ورځې دي؛ نو حیض يې: لس ورځي شمیرل کیږي، او د لس ورځو له تیریدو څخه وروسته غسل کوي او د لسو څخه زیات استحاضه ده،
خو که وینه یې دوامداره پاتې شوه؛ نو هغه به هره میاشت خپل عادت حسابوي او دا د هغې حیض دی، او باقي میاشت یې پاکۍ کې حسابیږي،که د خپل عادت ورځې ورته معلومې وي او په اول او آخر یې پوهیده، نو که چیري یې عادت نه درلوده: د حیض زیاتو ورځو ته ورګرځول کیږي چې هغه لس ورځې دي؛ نو حیض یې لسو ورځې حسابیږي، او له لسو څخه زیات استحاضه ده، او کله چې ثابته شي استحاضه ده: نو ټول هغه شیان چې د حیض په سبب ورته حرام وه د غسل څخه وروسته ورته حلالیږي لکه لمونځ، روزه او داسې نور، او باید پوهه شو چې دا حساب د عباداتو احکامو ته ځانګړی دی لکه لمونځ، روزه او داسی نورو او د عدت احکامو ته نه دی.