د داعش د منځته راتک د پاره شرعی او ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د داعش د منځته راتک د پاره شرعی او عقلي دلیل

پوښتنه

د داعش د منځته راتګ دپاره شرعي او عقلي دلیل څه دی ؟

ځواب

داعش ډلي سره یوځای کیدل شرعا حرام دي، او له دي ډلي څخه جلا کیدل شرعي او عقلي ضرورت دی؛ داعش یوه ترهګره او د اسلام له لارښوونو څخه لرې ډله ده چې مسلمانان وژنې او دوی وژل کیږې، په داسي حال چې مشران یې د ژوند د عیش او عشرت او له نعمتونو څخه برخمن او له مرګه په تیښته دي، نو په دې ډله کي پاتې کیدل د حکمت خلاف دی او  د دنیا او آخرت د خسران او ناکامۍ څخه پرته بله فایده نه لري.

او الله )ﷻ( ته د انسان وینه او د هغې نا حقه تویول له بل هرڅه زیات حرمت لري ، نو کوم کارونه چې داعش ډله کوي لکه وژنې، اسیران نیول او په ناحقه د خلکو د اموالو  حرمت له منځه وړل، دا ټول د دین په نامه د الله )ﷻ( د محرماتو له پښو لاندي کول او د حق له لاري لیري کیدل دي او دین د دې ټولو څخه بري او بیزار دی.

نبی کریم صلی الله وعلیه وسلم فرمایي« أكبر الكبائر: الإشراك بالله، وقتل النفس » ژباړه: "لویه ترین کبیره له الله جل جلاله سره شریک نیول، او د انسان وژل دي"، داعش مسلمانان وژني د نر او ښځي او د لوی او ماشوم توپیر نه کوي او د ناپایه ناچیزه او غلطو مفاهیم دپاره په ځمکه کې فساد خپروي، نبي کریم صلی الله وعلیه وسلم فرمایي: «ومن خرج على أمتي، يضرب برها وفاجرها، ولا يتحاشى من مؤمنها، ولا يفي لذي عهد عهده، فليس مني ولست منه».ژباړه: " څوک چې  زما د امت په مقابل کې راپورته شي او نیککاری او بد کاری دواړو ته ضرر رسوي او د مومن څخه یې حیا نه کوي  او عهد ساتونکو سره وفا نه کوي نو زما د امت څخه نه دی".

څوک چې د دې خونړۍ ترهګرې ډلې غړی وي نو ناکامی او بربادی کې دی او مرګ به یی هم د جهالت مرګ وي ځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «من قُتِلَ تحت راية عمية، يدعو عصبية، أو ينصر عصبية، فقتلة جاهلية».ژباړه :"څوک چې په پټو سترګو د یوه بیرق لاندی ووژل شي، چې تعصب ته بلنه کوي او د تعصب ملاتړ وي نو مرګ یې د جهالت مرګ دی؛.

 

Share this:

Related Fatwas