د عصر خوارج
پوښتنه
آیا په دې عصر کې خوارج شته؟
ځواب
له علی بن ابي طالب رضی الله عنه څخه روایت دي چې وایي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویل یې:«سَيَخْرُجُ قَوْمٌ فِي آخِرِ الزَّمَانِ، أَحْدَاثُ الأَسْنَانِ، سُفَهَاءُ الأَحْلامِ، يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ البَرِيَّةِ، لا يُجَاوِزُ إِيمَانُهُمْ حَنَاجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ، كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، فَأَيْنَمَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ، فَإِنَّ فِي قَتْلِهِمْ أَجْرًا لِمَنْ قَتَلَهُمْ يَوْمَ القِيَامَة» متفق عليه.
ژباړه: « زرده چي په اخیره زمانه کې به یوه داسي ډله یا قوم راپیداشي :چي لاندې نښي به پکښي وي.کم عمره او تنکي ځوانان به وي. بې حکمته او نادان به وي. په ظاهر به ښي خبري کوي، احادیث او ښه اقوال به را نقلوي. قران شریف به لولي خو له مرۍ نه به یې نه ښکته کیږي .. خوارج به له ایمانه داسي خالي لاس له دنیا لاړ شي لکه غشی چي له ښکاره خالی ووځي. او چیرې مو وموندل دوی ووژنئ ،ځکه د قیامت په ورځ به د دوی وژونکو ته اجر وي »
نو دا د خوارجو بعضي صفات دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته ترې خبر کړي یوو، او همدارنګه یې خبر راکړی چې هغو به په آخر زمان کې راپیدا کیږي، نو په چا کې چې دا صفات مطابقت وکې هغوی د هماغه عصر خوارج دي، او د شک پرته د دې زمانې افراطي ډلی لکه داعش او همداسي نوري چې د مسلمانانو په حاکمانو په دي دعوا را پورته کېږي چې د الله حاکمیت او شرعیت تطبیق وکړي، او اکثر مسلمانان کافر بولي وينه تویول او د عزت تر پښو لاندی کول یې روا کڼې د
( لا إله إلا الله) کلمي به پیروانو کې یې وژنه او فتنه خپره کړی، دا په ټول په دې دلالت کوي چې د خوارجو تګلاره د دې زمانې په بعضو ډلو هم صدق کوي چې په سر کې یې د داعش ډله ده.