هغه سم ګامونه او لارې چې پیروي یې زمونږ په ټولنو کې د خوارجو فکرونه منع کوی او له منځه وړی شي
پوښتنه
د کومو سمو ګامونو او لارو ت تعقیبول زمونږ په ټولنو کې د خوارجو فکرونو مخ نیوی او له منځه وړی شي؟
ځواب
د خوارجو افکار د ټولنې د پاره ویجاړونکي دي؛ځکه چې دا فکرونه د تمدن او آبادی ضد دي، او د شا تګ او خرابۍ سبب ګرځي.
دا هغه غلط افکار دي چې د قرآن او سنت د سم فهم مخالف دي، او د جوارجو د فکر او جرمونو مقابلی دپاره لازمه د چې د منځلاريتوب او اعتدال صحیح اصلاحي تګلاره غوره شي، او داسې تګلاره چې په حکمت سره د الله لور ته دعوت ، اعتدال، یو بل بښل او منلو او د مشترک ژوند غوښتونکې ده او همدارنګه دا تګلاره د بیان د مسئولیت ادا کول او د غلطو مفاهیمو او افکارو سمول دي، برابره ده که دا افکار د دې ډلو د پیروانو وي او که د دوی له لور د فریب خوړلو وي، او د انسانانو د فکر په سمه توګه جوړوني ته کار کول دي،په داسي ټوکه چې د انسانانو په صحیح دوګه آګاه کول په کار دی چې د عملی منهج مطابق وی او خرافاتو څخه لیرې وي،او سمه معتدله اصلاحي تګلاره د دې غوښتونګې هم کوي چې د دولت د آبادی او پرمختګ په پلانو کې ملاټر وشي، ځکه چې له ودي او آبادی شاته پاتې کیدل او د ټولنیزو امراضو لکه :( فقر او بې کاری) خپریدل د افراطې افکارو د خپریدلو اسباب دي، او په پای کې څوک چې وسله پورته کوي او بې ګناه خلک وژنې د هغوی دوا بالمثل کړنه ده چې د قانون او متخصص ادارو له لور وي کیږي چې د ځمکې د سر بهبرین سربازان دي.