داعش یو ترهګر ډله ده
پوښتنه
آیا داعش یوه ترهګره او ویره اچونکې ډله ده؟
ځواب
د داعش په نامه پیژندل شوی موجود نه یواځې ترهګر ویره اچونکی دی بلکه دا د هغه چا لپاره چې په پوره توګه د تروزیم اوصاف په کې په کامله توګه شامل وی یو نمونه او یو واضح مثال دی، نو که داعش ترهګره ډله نه وي نو څوک دي، متواتر خبرونه، بی شمیره پیښې، ګڼ شمیر کتابونه چې دوی باره کې نه بلکه دوی په خپله لیکلي په قطعي توګه ثابتوی او هیڅ د شک مجال نه پریدي چې په ننۍ زمانه که څوک ترټولو ډیر د تروریست او ترهګر د صفت لایق دي هغه داعش ډله ده. مسلمانان یې په کفر محکوم کړل د هغوی وینې یې روا کړې او په ناحقه یې توی کړې . د مسلمانانو عزت یې ترپښو لاندې کړ او مالونه یې تری لوټ کړل ځکه چې په کومه منطقه کې چې د دوی اطاعت نه کیږې د دوی په ګمان دیار کفر دی او څوک چې د دوی هم عقیده دي په هغوی یې هم هجرت واجب کړ چې د دوی ولکې لاندې سیمو ته هجرت وکړي!
لکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې د دوی اوصاف ذکر کوی کله چې وایې: «يَأْتِي فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ حُدَثَاءُ الأَسْنَانِ، سُفَهَاءُ الأَحْلاَمِ، يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ البَرِيَّةِ، يَمْرُقُونَ مِنَ الإِسْلاَمِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، لاَ يُجَاوِزُ إِيمَانُهُمْ حَنَاجِرَهُمْ، فَأَيْنَمَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ، فَإِنَّ قَتْلَهُمْ أَجْرٌ لِمَنْ قَتَلَهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ» [متفق عليه]. ژباړه: « زرده چي په اخیره زمانه کې به یوه داسي ډله یا قوم راپیداشي :چي لاندې نښي به پکښي وي.کم عمره او تنکي ځوانان به وي. بې حکمته او نادان به وي. په ظاهر به ښي خبري کوي، احادیث او ښه اقوال به را نقلوي. قران شریف به لولي خو له مرۍ نه به یې نه ښکته کیږي .. خوارج به له ایمانه داسي خالي لاس له دنیا لاړ شي لکه غشی چي له ښکاره خالی ووځي. او چیرې مو وموندل دوی ووژنئ ،ځکه د قیامت په ورځ به د دوی وژونکو ته اجر وي