د مستریح پدیده

Egypt's Dar Al-Ifta

د مستریح پدیده

پوښتنه

د مستریح  د پدیدې شرعي حکم څه دی؟

ځواب

کوم کار چې مستریح ترسره کوي شرعا حرام، او قانونا جرم دی، ځکه چې هغه خپله پروژه د ساده خلکو او نورو څخه د سوء استفادې په اساس جوړه کړې او د قانون له چتر یا سیوری تر شا پټوي وي. د حلال عاید معیارونه د دې معاملې په اړخونو کې شتون نلري. ځکه چې دا په چل، فریب، خیانت او په ناحقه د خلکو د امواله د خوړلو په اساس جوړه ده، ځکه چې دا د دواړو خواو له لوري په ګړندی توګه د پیسو د ګټلو د وسیلې په توګه کارول کیږي، او ځکه چې د پیسو خاوندانو لپاره په کې هیڅ قانوني تضمین شتون نلري، او دا پټه نده چې په دې کار کې فریب جهالت، او هغو اموالو ضایع کول چې خدای تعالی یې مونږ ته د ساتلو امر کړی شامل دي، همدارنګه هغه څه چې د متخصصینو لخوا ثابت شوي دا دي چې د دې ډول معاملو په خپریدو باندې ډیر اقتصادي زیانونو مرتب کیږي، چې د شریعت له مقاصدو سره په ټکر کې دي. او له اقتصادي پلوه د هیوادو ساتنه یو شرعي مقصد دی او څوک چې ترې سرغړونه وکړي ګناهکار دی.

Share this:

Related Fatwas