د داعش ترهګرې ډلې سره بیعت
پوښتنه
آیا د داعش مشر سره بیعت شرعا صحیح او الزامي دی؟
ځواب
د داعش مشر سره بیعت غیر شرعي او غیر ملزم دی، او اصلا د بیعت نوم ورته اخیستل سم نه دي؛
ځکه چې بیعت په خپل اسلامي مفهوم ځانګري شرطونه لري چې په امام کي باید متحقق شي، او یو د مهمترینو شروطونو څخه یې د عدالت لرل دي ( یعنی چې په خپل ژوندلیک د استقامت خاوند وي). او دا شرط دلته په کامله ټوګه مجهول دی، ځکه چې د داعش د مشر ژوندلیک چاته معلوم نه دی، بلکه څوک نه پوهیږي چې اصلي نوم یې څه دی نو څنګه کیدای شی د مسلمانانو امام شي.
او همدارنګه د بیعت له موخو څخه یوه داده چې خلیفه باید په کافی اندازه پوهه او علومو سره آشنایي ولري، چې په دې لوی مسئولیت کي ورسره مرسته وکي او د خلکو مصلحتونه خوندي شي او دا چې ټولو ته مشهور او معلوم وي، او د یو مجهول شخص له ، پوهې او وړتیا به خلک څنګه خبر شي او دا ټول دا تاییدوی چې دا بیعت شرعا باطل دی.