د خوارجو د تکفیر مسئله
پوښتنه
آیا د خوارجو تکفیرول د دوی سره په جګړې کې اساسي مسئله ده؟
ځواب
په خوارجو د کفر حکم کول یا نه کول، د دوی د تجاوز په مخ نوي دوی سره د جهاد او د دوی د فساد په د مقابلې د واجب والي په حکم تاثیر نه لري،
جهاد په اسلام کې د تجاوز د دفع او مخ نیوي دپاره په مطلقه توګه فرض شوی ده، او فرق نه لري که دا تیری کوونکی مسلمان وي او که کافر، او په دې مسئله کې د قران کریم د واضحه نصوصو څخه د الله جل جلاله دا قول دی: ﴿وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ﴾ [الحجرات: 9].
ژباړه: «او که مسلمانانو څخه دوه ډلې په خپلو کې په جنګ شي، نو د هغو په منځ کې صلح وکړئ، بیا که له هغه یوه ډله پر بلې تېری وکړي، نو له تېري کوونکې ډلې سره وجنګېږئ، تر دې پورې چې هغوی د الله د حکم خوا ته راوګرځي»
الله سبحانه وتعالی د باغي ډلې ته د ایمان اثبات ترڅنګ هغوی سره د جګړي امر کوي، ځکه چې هغوی تیرۍ او بغاوت کړی دی. نو ځکه وایوو چې د خوارجو سره جهاد شرعي وجیبه ده او د الله عزوجل له لوري پری لوی ثواب مرتب کېږي،او دا د دوی اعمالو له کبله چې د معصومو انسانانو وینه تویه وي،او په ځمکه کې یې فساد خپور کړی او د اسلام سپڅلي دین نوم یې بد او تحریف کړی، خو د کفر او ایمان مسئله باندي لکه څنګه چې فقهاوو ذکر کړي نور امور مترتب کیږي، لکه د واده، طلاق، مړي غسل او تکفین، جنازه، د مسلمانانو په ادیری دفن کول او میراث او داسي نور شیان پوري متعلق وي.