د افراطي ډلو په نزد د تکفیر اصول

Egypt's Dar Al-Ifta

د افراطي ډلو په نزد د تکفیر اصول

پوښتنه

 د افراطي ډلو په نزد د تکفیر اصول څه دي؟

ځواب

 افراطي ډلو  ظني او اختلافي مسایل د یقینیاتو او قطعیاتو مرتبي ته لوړ کړي دي، او دوی د خپلو غړو د نظرونه او انتخابونه څخه داسی اصول ګرځولي دي، چي عام خلک پرې محاكمه كوي، او د له فقهې مذهبونو څخه يې انکار کړي او د خلکو په بدعتی کڼلو کې يې توسع کړې، بلکې د هغوی اعمال او اقوال يې په ترټولو ناسم ډول حمل کړي؛  او دا هغه څه دي چې دوی یې د ظنیاتو، تاویل او وهم په اساس د خلکو او عوام تکفیر د لمنې پراخوالی ته رسولي دي او دا د دوی د ناپوهۍ او دوی سره د علم وسایلو د نشتوالي پایله ده، نو تاسو وینئ چې دوی خلک تکفیر وي، د بیلګې په توګه، ځکه چې دوی د په رسول اللهﷺ توسل کوي، او آنحضرتﷺ د هغه منزلت  اللهﷻ ته واسطه کوي، سره له دې چې دا په حدیث شریف کې هم راغلي دي، چي د رسول اللهﷺ څخه روایت دی چي د خپل امت یو تن ته چې د خپل  ړانده توب شکایت كوي د تعليم په توګه هغه ته فرمایلي: " نو کله هغه شخص رسول اللهﷺته راغی او ویې ویل: له خدایهﷻڅخه ماته دعا وکړه، چې ما روغ کړي،  وفرمايل: که  ته غواړئ زه به دعا درته وکړم، او که ته غوائ په دی حال دې صبر وکړه، چي په دې ستا خیر دی، هغه وویل، اللهﷻ ته دعا راته وکړه، وایې(راوي): نو هغه ته یې په ښه توګه د اودس کولو امر وکړ، او ورته یي وویل چې په دې دعا سره دعا وغواړي". «اللهم إني أسألك وأتوجه إليك بنبيك محمد نبي الرحمة، إني توجهت بك إلى ربي في حاجتي هذه لتقضى لي، اللهم فشفعه فيَّ» (امام ترمذي روايت كړی)، او عقبه رحمه الله فرمایي: چي دا حدیث حسن صحیح دی.

آيا داسي ويل سم دي چې رسول اللهﷺ دي خپل امت ته داسې څه ور زده کړي چې په شريعت کې صحيح نه وي او يا توحيد له منځه وړي؟!

Share this:

Related Fatwas