د موازي دین نظریه
پوښتنه
د تکفیری حرکتونو د پیروانو نښې څه دی چی لارښوونې د اسلامی دین له لارښوونو سره په ټکر کی دي؟
ځواب
د اسلام دين د بنده او د هغه د رب تر منځ د سپڅلې اړيکه ده، او دا یو علم دی چې خپلې سرچينې او مراجع لري، چي له اصلي سرچینو څخه اخیستل کیږي او د هغو کسانو څخه چې په دې کې تخصص ولري؛ او د هغه ترټولو غوره نښانو څخه دا وې چې هغه د خپل اهل لخوا نه معتمد وي.
کله چې یو شخص نشي کولی د دې علمي قواعدو مطابق د دین زده کړه وکړي، نو هغه د زده کړې مسله کې د ځان د توجیه کولو په وجه حیلو او چلونو ته مخ کوي، او دا هغه څه دي چې افراطیان یې کوي؛ او چیرته چې تروریستي جریانونه هڅه کوي د دین د اعتدال لپاره او د هغه څه لپاره چې امت په پیړیو پیړیو کې په دلیلونو کې، او د پوهی په طریقه، او د هغې د پلي کولو په لاره، د علماء او د هغو په وړتیاوو کې پرې اعتماد کړې دي بدیل وړاندې کړي، او بلکه د امامانو مقدسات په خیالي مقدساتو سره بدل کړي، او دا د هغه ډول دی چې کیدای شي هغه مغشوش او یا خیالي تدین ونومول شي؛ او د موازي دین څخه مراد دهم دا دی، چي فرد یا ډله د ځان لپاره خپل موازي سرچینې، موازي حوالې، او هغوئ دصحیح موازي اصول جوړ کړي، او چې دا بیا د پرله پسې نسلونو په وسیله شدید افتراق او یا لویه ګمراهۍ ته وده کوي او اوړي،
او په ذهن کې د دي مثال داسي دی لکه چي یو سړی د شیشې مخې ته ولاړ وي، او د هغه عکس ورته انعکاس وکړي، نو هغه دا فکر کوي چې د عکس انعکاس اصل دی خو حقیقت کې داسی نه ده، بلکه دا یو وهم دی چې هغه په خیال کې غالب شوې دی، او حقیقت برعکس دی، ځکه چې په شیشه کې ېي یوازې د انځور انعکاس دی، هغه اصل نه دی.
او متوازی دین عبارت دی مقابل ګرځول دي د هغه دین چې عام شعائر دي، د هغه ځانګړو شعائرو چې ډیری یې ظاهري دي، او هر هغه څوک چې په دې ظاهري شیانو باندې عمل کوي نو پر هغه باندي د دیندارۍ، او په حق والي او په سمه لاره روان حکم کوي، او له هغوی پرته نور څوک په باطل او بدعت تورن وي، چې ګویا کـې خلک - مسلمانان - په یوه کونج کې دي، او ځینې په بله کونج کې دي، ولو که دوی په ځینو شعاییرو باندي منګولې لګولي چې د هغۍ په اساس باندي په هر کس په تنهایی د اسلام حکم کیږي.