د اخوان المسلمین ترهګرې ډلې او د ترهګرو ویره اچوونکو او د معاصره خوارجو ډلې ترمنځ اړیکه
پوښتنه
ولې اخوان المسلمین د ویره اچونکوو او د معاصره خوارجو ډلو مور بلل کیږي؟
ځواب
له فكري اړخه د بنسټ ایښودونکي حسن البنا افکار،او د سید قطب موجود کتابونه چې د حسن البناء او مودودی څخه یې الهام اخیستی، په ختیځ او لویدیځ کې د ترهګرو ډلو دپاره د الهام ورکوونکو امورو څخه بلل کیږي، او په ځانګړې توګه د (معالم فی الطریق) او (فی ظلال القرآن) کتابونه. او به معاصر تاریخ کې حسن البنا او سید قطب د دې ډلو معنوي پلرونه ګڼل کیږي.
لیکن د تاریخي اړخه د اخوان ترهګرې ډلې جنایتونه په معاصر تاریخ کې لمړني ترهګریز جرایم دي؛ د تیرې پیړی په څلورمه لسیزه کې يې دوه لومړي وزیران او په قضاء کې یو سلاکار ترور کړ! او په پنځمه لسيزه کې يې مرحوم ولسمشر جمال عبد الناصر د ترور هڅه وکړه او نژدې وه چې بریالي شوي وی،او د مرحوم ولسمشر محمد انور السادات په ترور کې هم ښکیل وه.
او لیدل کیږي چې د ډیرو ترهګرو ډلو مؤسسینو او غړو د اخوان المسلمین له ډلې سره ټینګه اړیکه درلوده. د بیلګې په توګه: شکري مصطفی د (تکفیر او هجرت) ډلې بنسټ ایښودونکی د اخوال المسلمین د ډلې د یو غړي زوم وه، او کال ۱۹۶۵م کې هغه وخت ونیول شو چې د اخوان ډلې غړي نیول کیدل،او دا مخکې له دې څخه چې د خپلې ځانګړې ډلې بنسټ کیږدي.