پخواني تراثي تصورات او د ترهګرۍ په ...

Egypt's Dar Al-Ifta

پخواني تراثي تصورات او د ترهګرۍ په خپریدو کې د دې پدیدې تاثیر

پوښتنه

آیا د پخواني تراثي تصورات په اوسي شرایطو  او واقعاتو پلي کول مناسب دي؟ او د ترهګرۍ په خپریدو کې د دې پدیدې تاثیر څه دی؟ 

ځواب

شرایط او واقعتونه په فقهی جوړښت او شرعي فتوا کې ډيره اغیزه لري، او  همدا د شرعي احکامو د تدریج یو له مهمو  سببونو څخه هم وه، نو مثلا  وینو چې د لمونځ طریقه د تشریع په پیل کې بیا د بعثت د پای وختونو په شان نه ده،له عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: چې مونږ به په نبی کریم ﷺ سلام كولو  په داسی حال کې چي هغه به په لمانځه وه، نو نبی کریم ﷺ به مونږ ته د سلام جواب را کوه،نو کله چې مونږ له نجاشي څخه راغلو  نو  نبی کریم ﷺ مونږ ته د سلام جواب را نکړ، او نبی کریم ﷺ وفرمايل: «إِنَّ فِي الصَّلاةِ شُغْلًا» [متفق عليه]،ژباړه:«یقنیا چې په لمونځ کې عمل» او د تندلارو جریانونو یو مصیبت دادی چې دوی واقعتونه او شرایط نه مراعت کوي، او داسی ګمان کوي چې هر هغه شرایط چې د  پیغمبر ﷺ د وخت شرایطو سره مخالف وي نو  هغه بد او مذموم دي،او به بیلابو لارو یې د تغییر  هڅه کوي،خو  پخواني امامانو دا کار نه دی کړی، بلکي د خپلو شرایطو او  واقعتونو به مراعتولو سره  یې د دوی څخه د مخکنیو اسلافو  مخالفت کړی، او کتابونه یې له دي ډک دي،نو په مونږ لازمه ده چې د په هغوی اقتدا وکړو او خپل شرایط او واقعتونه مراعت کړو،او د هغوی اجتهادونه هوبهو  هماغه شان په خپلو  شرایطو او واقعتونو پلي نه کړو، او  دا متخصصو علماوو دنده ده.

Share this:

Related Fatwas