تنګ نظري او سطحی فکر کول د تندلارۍ ...

Egypt's Dar Al-Ifta

تنګ نظري او سطحی فکر کول د تندلارۍ او ترهګرۍ باعث کیږي.

پوښتنه

څنګه تنګ نظري او سطحیتوب او د تندلارۍ او ترهګرۍ باعث کیږي؟

ځواب

تنګ نظري او سطحي فکر کول د تندلاري فکر  نښو څخه ده،ډیر شرعی نصوص داسې دي، که په سطحی نظر ورته وکتل شي نو د هغې څخه  به د الله او د هغه د رسول د مراد خلاف نتیجه واخستل شي،او تر ټول ښه مثال د تندلارو په نزد د بدعت مفهوم دی،ځکه د نبی کریم ﷺ دا قول « تر ټول بد امور نوي پیداکړل شوي امور دي، او هر بدعت ګمراهي ده»(مسلم روایت کړی) یې په هر هغه نوي څیز حمل کړی چې نبی کریم ﷺ نه وي ترسره کړی، نو  هغه بدعت او ګمراهي ده، او پایله کې یې په خلکو او ځانونو یې تنګي او سختی راوستلې،او دا د نبی کریم ﷺ مراد هم نه وه او نه دا فهم صحابه کرامو اخیستی، قرآن کریم په یو مصحف کي د نبی کریم ﷺ وفات څخه وروسته جمع شو، او کله چې  عمر بن الخطاب رضی الله عنه مسلمانان د تراویح لمانځه لپاره په یو امام را ټول کړل او ویې ویل: « دا څومره ښه بدعت» (الموطا)،امام شافعی رحمه الله چې د سلف صالح امامانو څخه دی بدعت یې په واضح توګه په ښه او بد تقسیم کړی ،خو  ړوند تعصب بیا تندلاري د حق تابعداری څخه منع کړي او له سمي لاری یې ګمراه کړي.

Share this:

Related Fatwas