تدریج د شريعت له سترو مقاصدو څخه دی...

Egypt's Dar Al-Ifta

تدریج د شريعت له سترو مقاصدو څخه دی

پوښتنه

د افراطي فکر خاوندان غیر مسلمانانو ته اسلام څنګه وړاندې کوي؟

ځواب

نورو ته د اسلام په وړاندې کولو کې، تکفیري جریانونه د تیري، غارت، لوټ او وژنې په طریقه تکیه کوي، او دا د هر هغه چا خلاف علمي کوی چې د اسلام د هغه تعلیماتو پیروي نه کوي چې دوی یې ورته وړاندې کوي، کوم چې د دوی د نظریاتو سره موافق دي، او دا طریقه مختله او د شریعت  له مخې ممنوع ده؛

رسول اللهﷺ مونږ ته د اسلام د وړاندې کولو او په خلکو کې د هغې د خپرولو سمه لاره  راښودلې، دا د تدریج، نرمۍ، او د مال ژوند او عزت د ساتلو پر بنسټ ولاړه یوه تګلاره ده؛ مونږ ګورو چې رسول اللهﷺ معاذ بن جبل ته  امر وکړ چې د دغو چارو ساتنه وکړي،او د تبلیغ اندازه د یمن د هغو خلکو د حالت په اساس وټاکي کومو ته چې دی لیږل شوی، ځکه چې هغوی اهل کتاب وو او د تبلیغ موخه یې د هغوی له خپل هغه دین  څخه چې تعلیماتو  یې په دوی کې ریښه لرله د اسلام نوي دین ته راواړوي،

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته بیان کړه چې له کوم ځایه یې پیل کړې، څه شي وړاندې کړي او څنګه پیغام ورورسوي او وفرمایل: «ته د اهل کتابو یو قوم ته ورتلونكي يئ، نو لومړی هغوی ته بلنه ورکړه چې په دې خبره ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل په حقه معبود نشته -او په يو روایت کې راغلي دي: لومړی یې چې کوم شي ته را بلئ هغه  د الله عزوجل عبادت دی - نو که چیرته دوی په دې خبره کې ستا اطاعت وکړ، نو وروښایه چې الله تعالی پر دوى په ټوله شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ فرض کړی دی، نو که چېرته دوی په دې کې ستا اطاعت وکړ، نو وروښایه چې الله د دوی په مالونو کې په دوی باندې خیرات او زکات ایښی دی چې له مالدارانو به اخیستل کیږي او  فقیرانو ته ورګرځول کیږي، نو که چېرې دوی  پدې کې ستا اطاعت وکړ نو بام كوه د هغوی له غوره مالونو – د اخیستلو - څخه ځان وژغوره، او د مظلوم له ښیرا څخه ځان وساته، ځکه چې د هغه د ښیراوو او الله تعالی تر منځه کومه پرده نشته» (متفق علیه)، دې ته د تشریع په مرابتو کې د مخاطب سره تدریج ویل کیږي، چې په اړه یې په قرآن او سنتو کې په کثرت سره دلیلونه وړاندې شوي دي او د قرآن او سنتو شرعي نصوصو  د منځلاري او اعتدال په چلند ژمنتیا ته یې اشاره کړې ده، ځکه چې دا یو صالح او الهي طریقه ده.

Share this:

Related Fatwas