عربي ژبه له پامه غوځول او له هغې څخه سرغړونه د افراط له سترو دروازو څخه ده چې كيدای انسان تري ور داخل شي.
پوښتنه
مسلمان علماوو ولې د عربي ژبې ساتنه کړي؟ او ولې عربي ژبه له پامه غوځول او له هغې څخه سرغړونه د افراط له سترو دروازو څخه ګنل کیږي چې كيدای انسان تري ور داخل شي ؟
ځواب
عربي هغه ژبه ده چې خدای پرې قرآن نازل شوی دی، او رسول الله ﷺ په هغې وینا وکړې، په عربي نه پوهیدل په قرآن او سنتو د نه پوهیدلو او د الله ﷻ د مراد د غلط فهم باعث کیږي، او کله چې د خلکو ژبه کمزورې شوه او په لوستلو کې یې تېروتنې ډېرې شوې، مسلمانو علماءو عربي ژبې ته ډېره پاملرنه وکړه، دوی حتی هغه علوم چې د عربي ژبې خدمت کوي په دولسو یا ډیرو علومو وویشل، په قرآن او سنتو کې ډېر داسې نصوص شته چې که څوک د عربي ژبې او د هغې له معناوو څخه ناخبره وي؛ نو افراط ته به يې مخ شي. د هغو نصوصونه څخه د رسول الله ﷺ دا حدیث هم دی: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لا إِلَهَ إِلَّا الله...» ژباړه:«ماته امر شوی دی چې له خلکو سره وجنګېږم تر څو چې دوی ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل هېڅ معبود نشته...»
په «أمرت» كلمي کی د تاء الفاعل دلالت ، او د " أقتل " وژنم او «أقاتل»،
جنګ کوم تر منځ لغوي توپیر دی. او په "الناس" كې د لام المُعَرِّفة ډول، دا ټول په بشپړه توګه معنا بدلوي شي،
یو متن چې يو فطری مشروع حق ته اجازه ورکوي، چې هغه د ځان څخه د دفاع حق دی، په یو خونړي متن چې د افراطیت او تروریزم ایډیالوژي رامینځته کونكي وي بدلوي.