نا سمه روزنه ځان خوښونه، کبر او غرور د افراطی افکارو لپاره ابتدائی او نفسی سببونه بلل کیږي
پوښتنه
ولي نا سم روزنه ،ځان خوښونه، کبر او غرور د افراطی افکارو لپاره ابتدائي او نفسی سببونه بلل کیږي؟ او علاج یې څه دی؟
ځواب
پرته له شکه د مخلوقاتو په وړاندي تکبر په شریعت کې د بدو نفسی مرضو څخه بلل کیږي،او په ګڼو قرآنې آیتونو او نبوي احادیثو کي یې یادونه شوې ده،خو تکبر او غرور سره له دی هم د تندلارو ښکاره فکري نښه ده، او ځینې اصلونه لکه په ایمان غرور کول ،د تولنې ناپوهي،په آګاه توګه د انزوا او تنهایي غوره کول، متکبر نفسونه دا شیان قبلوي او پري ډیر خوشحاله کیږي، نو د دنیوي امورو په وسیله لکه مال او مقام په خلکو غرور کولو او یا هم د دینې امورو په وسیله لکه ذکر او لمونځ تکبر کولو ترمنځ هیڅ توپیر نشته، ځکه نتیجه یي په پای کې یوه ده،او د متکبر نفس لپاره په مطلقه توګه ډیره ګرانه ده چې تواضع وکړي او یا دا چې په ټولو خلکو کې د خیر یا نیکۍ په شتون باور وکړي او دا چې یوازې په خپل ځان کې بدي او عیب ولټوي،او دا خو معلومه ده چې کبر او غرور هغه ګناه وه چې ابلیس يې له جنت څخه بهر کړو، کله یې چې ځان د بشریت له پلار آدم علیه الاسلام څخه بهتره وګڼه،او د الله ﷻ امر ته جواب کې یې آدم علیه الاسلام ته له سجدي کولو انکار وکړ،نو له همدی کبله علماء او مشایخ تل هڅه کوي چې زده کوونکو ته د تواضع او شکسته نفسۍ تربیه ورکړي.