عقلي علومو ته د مسلمانانو پاملرنه
پوښتنه
آیا عقلي علومو ته د مسلمانانو پاملره د کتاب او سنتو پریښودل دي، لکه څنګه چې افراطیان ادعا کوي؟
ځواب
عقلي علومو ته پاملرنه په حقیقت کې قرآن کریم او سنتو ته پاملرنه ده، او دا ځکه چي د معتبر دلیل په توګه د قرآن او سنتو صحیح والې په عقل پېژندل کېږي، او بيا په دې دواړو کې د الله ﷻ او رسول الله ﷺ د ویناوو مراد هم د عقل په وسیله بندګانو ته معلومیږي، عقل د نقل مخالف نه دی، بلكه یو د بل بشپړونکي دي، لکه څنګه چې داسې مسائل شته چې ثبوت یې د نقل یا قرآن او سنتو له لارې په تنهایۍ له عقله پرته نه بشپړيږي، لکه د الله سبحانه تعالى شتون، او په ورته ډول، داسې مسائل هم شتون لري چې عقل يې یوازې د پوهیدو لاره نه ده، لکه د جنت او دوزخ وجود، د ميزان او صراط حقیقت، او د پیریانو او د ملائکو څرنګوالي. خو فقهي احکام لکه د لمانځه فرض، سنت او آداب، که څه هم عقل د دغو احکامو جوړونکی نه دی، خو عقل يې د قرآن او سنتو له نصوصو څخه درك کوي، هم مثله او مشابه مسائل یو بل سره نښلوي، نو د عقل روزنې او د هغه د قوانينو تنظيمولو ته پاملرنه ډیر اهمیت لري، که چيرې عقل فاسد شي، نو د فهم به هم فاسد شي، او که چيرې د فهم فاسد شي، نو مونږ به د خدای ﷻ له مراد څخه منحرفه شو، او له همدې امله الله تعالی زمونږ نظر، په ډېرو آيتونو کې د دغه معناګانو په لور ورګرځوي، او فرمايي:﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ﴾ [الرعد: 4], ژباړه: "په دې ټولو شيانو کي د هغو خلكو لپاره ستري نښانې دي چي له غور او فكر كولو څخه كار اخلي" او﴿قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ﴾ [الأنعام: 98]. ژباړه: " دا نښانې مونږ د هغو خلكو لپاره په ډاګه ښكاره کړي دي چي پوه او ادراک لري".