د مسلمانانو خلیفه

Egypt's Dar Al-Ifta

د مسلمانانو خلیفه

پوښتنه

آیا داسې څوک شته چې د مسلمانانو خلیفه وي؟

ځواب

د اسلامي خلافت هغه مفهوم چې د داعش ترهګره ډله یې تصور لري یو غلط او د واقعت خلاف مفهوم دی، چې ایجاد یې ممکن نه دی، سربیره په دي خلک داسی خلافت ته د وسلي په زور د مسلمانانو د وینې په تویولو مجبوره کول، دې ټولو دا ډله یوه باطله ډله ګرځولې، چې د اسلامي خلافت له نوم سوء استفاده کوي او غواړي خپلو ورانکارو  افعالو ته مشروعیت ورکړي چې د اسلام هیڅ هم په کې نشته بلکه اسلام ترینه بیزاره دی.

اسلامي خلافت د پیړویو په تیردو او د اسلامی مملکتونو لمنې په غزیدو سره  پرمختګ کړی او د خلکو ترمنځ د اسلام انتشار او د دي مملکتونو د لیریوالي له امله خلافت هغه شان نه دی پاتې لکه څنګه چې د خلفای راشدینو په زمانه کي وه، او دا هر عاقل او بصیرت لرونکي ته معلومه او واضح ده او دا داسي حقیقت دی چې مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې په کې ژوند کړی او د حاکمانو پاچاهانو او مشرانو او امیرانو د تغیر او تبدیل څخه ډګ تاریخ دی.

د هر هیواد یا د څو هیوادونو دپاره به یو حاکم وه خلکو به هغه سره بیعت کاوه او په دوی به یې حاکمیت لره او همدارنګه به د بل هر هیواد بل حاکم وه حکم به یې په هغه یو یا څو هیوادو کې نافذ وه، او د بل حاکم حکم به  دوی په خاوره قابل د تنفیذ نه وه  او د یو هیواد وګړي به د بل هیواد حاکم تابع نه وه، او دا هغه تاریخي واقعیت دی چې د خلکو له احوال سره همغږی دی، او  د شریعت له قواعدو سره هم سمون خوري، کوم څه چې اوس د اسلامي هیوادونه اوسني پراخوالي او لیريوالي سره مناسب دی. 

Share this:

Related Fatwas