د غوسې کابو کول او درملنه
پوښتنه
مسلمان څنګه خپله غوسه کابو کوي؟
ځواب
اسلامي شريعت غوسه تنظيم كړې او ورڅخه منع یې کړي، مګر دا چې په حقه وي. او څوک پرې اخته وي هغه ته یې لارښوونه کړې چې د غسې له اسبابو څخه ځان وساتي او په ټولو چارو کې له الله تعالی څخه مرسته وغواړي او په هغه باندې توکل وکړي او هغه اقدامات وکړي چې د غسې په دفع کولو کې ورسره مرسته کوي. لکه د اغو بالله من الشیطان الرجیم ویل: سکوت کول، کله چې غوسه شو اودس وکړي، خپل حالت بدل کړی، د بښنې اخلاق خپل کړي، او عجله ونکړي،او داچې خپله غوسه وزعمې ترڅو خپل ځان کابو کړي، او دا چې وپوهیږي چې خبرې یې حسابیږي هغه که د غوسې حالت کې هم وي، او که کومه بله روا لار هم پیدا کړي چې ورسر مرسته کوی هم باک نه لري؛ او اول او آخر کې الله جل جلاله ته دعا وکړي چې د هغه شي شر څخه یې وژغوري چې ورته ضرر رسوي.