ترهګرې ډلي او د طاغوت اصطلاح

Egypt's Dar Al-Ifta

ترهګرې ډلي او د طاغوت اصطلاح

پوښتنه

ترهګرو ډلو  څنګه د طاغوت اصطلاح تحریف کړې؟

ځواب

ترهګرو ډلو د طاغوت کلمه له خپلې اصلی معنا تحریف کړې او له هغې څخه یې خلک او حاکمان مراد ګرځولی، ځکه چې د دوی په غلط ګمان حاکمانو د اللهﷻ  په شریعت فیصلې نه کوي، او خلک په دې رضایت ښیي او اعتراض نه کوي، او خو حقیقت دادی چی د مصر د قانون مواد د اسلامی شریعت له احکامو څخه اخیستل شوي دي، لکه څنګه چې د مصر اساسی قانون په دویمه ماده یادونه کړې، چې داسلامی شریعت اساسات د قانون تر ټول ستره سرچینه ده، او د دولت دین اسلام دی، او عربی یې رسمی ژبه ده، او په قرآن کریم کې د طاغوت کلمه ډیر ځای ذکر شوې ده،لکه د اللهﷻ دې قول کې: ﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ﴾[النساء: 60]، ژباړه:« آیا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعوا كوي، چې دوى پر هغه څه چې تا ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي وه ایمان راوړى دى، خو دوى غواړي چې خپلمينځی فیصلې طاغوت(شيطان) ته یوسي»

او طاغوت داسی کلمه چی د ډیرو معناګانو احتمال لري، او  مفرد او جمع او مذکر او مونث ته هم ویلی کیږې، او امام ماتریدي رحمه الله ویلي: طاغوت د اللهﷻ څخه پرته بل هر معبود ته ویل کیږی،او دا آیت د هغه ځینو منافقینو باره کې نازل شوی چې په بعضی قضیو کې د فیصلي لپاره رسول ﷺ ته ورغلل او کله چې رسول الله ﷺ د دوی ترمنځ فیصله وکړه نو هغه رد کړه، ځکه چی د دوی د خواشاتو مخالف وه.

Share this:

Related Fatwas