د خپل چاپیریال خلکو سره د مسلمان د ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د خپل چاپیریال خلکو سره د مسلمان د معاملې څلور بیلګې

پوښتنه

د خپل چاپیریال خلکو سره د مسلمان د معاملې څلور بیلګې کومي دي؟

ځواب

رسول اللهﷺ د خپل سیرت شریف له لارې مونږ ته څلور مثالونه پریښي دي، چې څلور حالتونه بیان وي چې په رڼا کې یې مسلمان د خپل چاپیریال خلکو سره تعامل وکړي، لمړۍ بیلګه یې د مکې ده، چيرې چې مسلمان په داسې هیواد کې ژوند کاوه چې د اسلام او مسلمانانو سره په جګړه کې وه. په داسې حالت کې لیدل کیږي چې مسلمان په ضرر صبر کوي او ګډ ژوند کوي، دویمه مثال يې د حبشی بیلګه ده، چیري چې مسلمانانو په یو داسې هیواد کې ژوند کاوه چې له اسلام سره خو په جګړه کې نوه اما خلک یې مسلمانان هم نه وه، دلته بیا مسلمانان د هغوی سره ګډ ژوند کوي او د یو بل سره پوره وفا او د یو بل قدر کوي. دریمه بیلګه يې د مدینې د لومړنیو وختونو مثال دی، هلته بیا مسلمان په داسي ځای کې ژوندکاوه چیرې چې مختلفو ادیانو ،فرقو او نژادونو شتون درلود، او هغه د نورو د منلو او هغوی سره د همکاري وخت او مقام وه. څلورمه بیلګه بیا د مدینې د آخرو وختونو کې بیلکه ده، چیري چې دا هیواد اصلا د مسلمانانو شو، چې اکثره یا هم ټول اوسیدونکي يې مسلمانان وه، دلته بیا د عمل څخه دمخه عدل او پوهاوي ته د لمړیتوب ورکولو وخت وه ، نو د یو مسلمان په خپله ټولنه پاتی کیدل او د ټولو نظامونو او ادیانو سره په ګډ اوسیدل، له دې څلور حالتونو څخه بیرون نه دي.

Share this:

Related Fatwas