د خدایﷻ په لار کې د جهاد معاصرې بیلګې
پوښتنه
د خدایﷻ په لار کې د جهاد معاصرې مثالونه څه دي؟
ځواب
د خداى په لاره کي جهاد کولو معاصر صورتونه لري چې د زمانې له بدلونونو او پرمختګونو سره مناسبت لري، د یوې ټولنې په توګه لومړئ کوم شیان چې په مسلمانانو لازم دي : د هر ډول تیري په مقابل کې د خپل دولت دفاع کول دي، د اللهﷻ په لار کې تقوا، همکاری،زواک او مال لګولو ته دوام ورکول ترڅو د دې ډول تیري مخنوي ته تیار وي، او له تیري څخه د سرحدونو د ساتل دي او هغه ټول فرصتونه او ضعفونه له منځه وړل دي چې داسې تیري او یرغل ته لاره هواره وي، خو په فردي توګه بیا: د خدای ﷻ په لار کې د جهاد یو له عصری صورتونو څخه د پوځی خدمت اجرا کول دی، او په دې باندي پوهېدل دي چې دا یوه دیني او ملي فریضه ده، او مونږ باید په دې ښه پوه شو چې اوس،او د څو لسیزو راهیسې، مونږ نور اړتیا نه لرو چې غیر اسلامي هیوادونو ته له لښکرو سره لاړ شو تر څو هغوی ته د دعوت غږ ورسوو، سربیره پردې د نړیوالو قوانینو له مخې د هیوادونو ترمنځ د سفر او تګ او راتګ فرصت مساعد دی او د دین او عقیدې آزادي تضمین ده او د دین یا قومیت پر بنسټ د خلکو ترمنځ تبعیض جرم ګرځیدلی، او فضائی چینلونه او انترنتي شبکې تقریبا د نړۍ ټولو هیوادونو ته رسیدلې دي، او د د نړۍ هر ګوټ ته لاسرسی او خبر رسول آسانه شوي دي.