په اسلام کې د وژنې (القتل) او جګړې (القتال) اصطلاح ترمنځ توپیر
پوښتنه
په اسلام کې د وژنې (القتل) او د جګړې (القتال) اصطلاح ترمنځ توپیر څه دی؟
ځواب
په اسلام کې د قتل(وژنه) او د قتال(جګړه) د کلمې ترمنځ ډیر توپیرونه شتون لري،لمړۍ توپیر یې دادی چې د قتال کلمه په مفاعله،ګډون او د څو نفرو په مقابلي دلالت کوي برخلاف د قتل د کلمې چې دا مفهوم نه افاده کوي، دوم: په اسلام کې له جګري (قتال) څخه موخه د تیري کونکي قوت ماتول د هغه د ضرر دفع کول دي نه د هغه وژل او ژوند ختمول، خو کله بیا د جګړي په جریان وژنه کیږي خو د جګړي هدف دا نه وي،نو کله چې د ضرر مخنیوی وشي او د متجاوز قوت مات شي ولو که پرته له جګړي هم وي، شرعا باید جګړه ودرول شي. او د نبی کریمﷺ دا قول همدا مفهوم لري: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ...» [متفق عليه]، ژباړه:« ما ته امر شوي چې له خلکو سره جګړه وکم......» نو د اقاتل فعل په ګډون او له دواړو اړخو په مقابلې دلالت کوي، او د خلکو څخه دلته مراد د قریشو مشرکین او هغوی شا او خوا ده چې په مسلمانانو یې له مخه تیرۍ او تجاوز کړی وه، او د (امرت) «ماته امر شوی» په دې دلالت کوي چې امر نبي کریمﷺ ته ځانکړي وه،او همدا راز د اللهﷻ دا قول: ﴿وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا﴾ [البقرة: 190]، ژباړه:«او تاسو د الله په لار کې له هغو کسانو سره وجنګیږئ، چې تاسو سره جګړه کوي او تیری مه کوئ» له امر څخه مقصد د تیري کوونکو متجاوزینو سره د دوی د ضرر د مخنیوي لپاره جګړه ده، او کله چې د دوی ضرر دفع شي بیا اللهﷻ په همدی آیت کې په دوی د تیري نه کولو امر کوي.