اسلام د تورې په زور نه دی خپور شوي
پوښتنه
آیا اسلام تورې په زور خپور شوي؟
ځواب
اسلام هیڅ کله هم د تورې په زور نه دی خپور شوی، بلکې په حکمت، نیکې وینا، د مسلمانانو په ښو اخلاقو او له ټولو خلکو سره د هغوی د ښې معاملې وسیله د الله لور په دعوت کولو نشر شوی دی، او په خپل رب العالمین په نیک باور خپور شوی، د دې خبرې تر ټولو واضح دلیل دادې چې ډیری علماء او د مسلمانانو امامان د جزیرت العرب څخه نه وه،او اصلا د عربو د اولاده څخه هم نه وه، که چیرې اسلام په دوی په زور مسلط شوی وی، نو دوی به په دې علومو او فنونو کې دومره مهارت نه وه حاصل کړی چې دي حد او مرحلې رسیدلی وی.
چې د ډیرو مشهورو امامانو څخه یې یو امام اعظم ابو حنیفه نعمان د مذهب خاوند دی، امام بخاری د صحیح البخاری خاوند، ابن ماجه د سنن خاوند، د ژبي لوی امام عمرو بن عثمان چې په سیبویه مشهور دی د الکتاب خاوند، او د هغه زده کوونکی امام ابو الحسن الاخفش،حجة الإسلام أبو حامد الغزالي، شیخ فیلسوف رئیس او طبیب این سینا، لوی فیلسوف فارابی، او د فلک ،ریاضیاتو او جغرافې عالم خوارزمی... او داسي نور که چیرې د د دوی اجداد او نیکونه اسلام ته جبرا او د تورې په زور داخل شوی وی نو د دوی اولادونو او لمسیانو به اسلام سره دومره مینه نه کوله نه به يې زده کاوه او دفاع به یې ترې نه کوله او په ټوله نړۍ کې به یې نه خپراوه.