په اسلام کې د جهاد حقیقت
پوښتنه
آیا په اوسني عصر کې د جهاد فرضیت ځنډول شوی یا منع شوی دی او له همدې امله باید بیا ژوندی یا فعال شي؟ او څوک دا کار کولی شي؟
ځواب
جهاد یو ثابت فرض دی، چې ځنډول او همدارنګه منع کول یې امکان نه لري، او جهاد داسی فریضه ده خپل شروطونه او قیود لري چې د اسلامی امت د یو حاکم لخوا وضع او ټاکل کیږی او داسې نه دي چې هر شخص ته پریښودل شي، او دا قیود د سپڅلي شریعت علماوو په ډیرو کتابونو کې ذکر کړي دي،
که په جهاد د هغه لوړ شرعي احکام او مقاصد په نظر کې ونه نيول شي نو جهاد نه بلل کيږي، بلکې دا فساد، غدر او خیانت ګرځي، ځکه چې هرې جګړې ته جهاد نه ویل کیږي.
او هغه وژنې چې افراطي ډلې او تحريکونه په اسلامي هېوادونو او يا په غير اسلامي هېوادونو کې د ځانمرګي عمليات او يا نورې ورانکارې کړنې تر سره کوي د ویرې اچونې او د ګمراهۍ د تګلارې د پیروی پايله، او شرعا حرام دي. دا په انساني او قانوني توګه جرم دی، او دا ټول یو ډول بغاوت ګڼل کیږي چې باید په کلکه یې مخنیوی وشي.
د شريعت په نصوص کې د داسی افعال په مخنیوي امر راغلي چې د هغه د غندنې او د هغي د ترسره کونکوو سره په جګړې کولو امر شوی که چیرې دوی د دې شرمناکو کارونو څخه چې ټوله نړۍ، مسلمانان او غیر مسلمانان یې اغیزمن کړي، ډډه ونه کړي.
د جهاد لفظ د هغه څه لپاره کارول چې دوی یې کوي، دا د یو ډول درغلۍ او فریب څخه پرته بل څه نه دي ترڅو خلک او د ضعیف عقل لرونکي په دې فساد او ورانکاریو باندې قانع کړي،او ترسره کونکې یې باغیان ګڼل کيږي، چې که قوت او سرغړونه وکړي، تر هغه پورې به ورسره وجګړه وشي، تر څو له خپل سرغړونې او بغاوت څخه وګرځي.