د انساني اړیکو اصل

Egypt's Dar Al-Ifta

د انساني اړیکو اصل

پوښتنه

آیا په اسلام کې د انساني اړیکو اصل سوله ده او یا لکه څنګه چې افراطي ډلې ادعا کوي جګړه ده ؟

ځواب

ځواب:

په اسلام کې د انساني اړیکو اساس سوله ده، نه جګړه، لکه څنګه چې افراطي ډلې ادعا کوي، بیشکه الله تعالی فرمايي: ﴿فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا﴾ [النساء: 90]، ژباړه: «پس كه دوى له تاسو نه ډډه وكړي، نو له تاسو سره جنګ ونه كړي او تاسو ته د سولې درخواست وكړي، بیا نو الله تاسو لپاره پر دوى باندې هېڅ لار نه ده ګرځولې» له دې څخه په ښکاره ډول څرګندیږي چې په اسلام کې جګړه يوازې د يرغلګرو د ځواب لپاره روا شوې ده، او په هغه صورت کې چې دوی له جګړې څخه لاس په سر شي، د مسلمانانو لپاره په دوی باندې برید کول روا نه دي، او  په صحیح توګه له  رسول اللهﷺ څخه روایت دی چې فرمایي : «المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ النَّاسُ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالْمُؤْمِنُ مَنْ أَمِنَهُ النَّاسُ عَلَى دِمَائِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ» [رواه النسائي]،ژباړه: "مسلمان هغه دی چې د ژبې او لاس ضرر څخه یې خلک (سالم)روغ  وي او مؤمن هغه دی چې د خلکو سر او مال ورڅخه په امان وي"، اللهﷻ د خپل دین لپاره اسلام یعنی سولې نوم غوره کړی دی، او په اسلام کې یوازینۍ ریښتینې دښمني چې ډیری وخت دوام لري هغه د یو مسلمان د خپل بدو ته هڅوونکي نفس سره دښمني ده،او بیا یې له شیطان سره دښمني ده،  او نفس ته په شيطان باندې لومړيتوب ورکول شوی ځکه چې هغه په هر حالت کې له انسان سره نژدې وي، او ور باندې سخت وي، خو سره دې روزنه او مجاهدت کولی شي نفس اطاعت کې مرسته وکړي، خو شیطان بیا انسان څخه یوازي د اعوذ بالله به ویل سره لیرې کیږي.

Share this:

Related Fatwas